افغانستاننړۍ

تاس: د روسیې او افغانستان ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې په شپږو میاشتو کې دوه برابره شوې دي

د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د روسیې او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو کچه دوه برابره شوې ده؛ د نوموړي په وینا، دا بهیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د باثباته ودې ښکارندویي کوي.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، کابلوف دا څرګندونې د جمعې په ورځ، د اکتوبر په ۱۶مه، په مسکو کې د منځنۍ اسیا او افغانستان د امنیتي غونډې پر مهال کړې دي. په دې غونډه کې د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان، د خپلواکو دولتونو مشترک‌المنافع ټولنې او د شانګهای همکاریو سازمان استازو ګډون کړی و.

نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټولیزې سوداګرۍ کچې ته په اشارې ویلي، چې د امریکا او ناټو له شل کلن پوځي حضور وروسته په افغانستان کې د شته شرایطو په پام کې نیولو سره، د سوداګرۍ په کچه کې دا زیاتوالی د پام وړ اهمیت لري.

کابلوف ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د ودې د بهیر په تدریجي او باثباته توګه ساتل مهم دي او مسکو به هڅه وکړي چې دا بهیر دوام ومومي. نوموړي همداراز ویلي چې د روسیې او افغانستان اړیکې د رغنده تعامل او متقابلو ګټو پر بنسټ د پراختیا په حال کې دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button