د افغانستان د اسلامي امارت د ټولګټو وزارت ویاند، اشرف حقشناس، ویلي چې د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس مولوي عبدالکریم فاتح د یوې تخنیکي پلاوي په مشرۍ د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په سیمهییزه غونډه کې د ګډون په موخه قزاقستان ته تللی دی.
د ټولګټو وزارت په وینا، ټاکل شوې ده چې ښاغلی فاتح په دې غونډه کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د اوسني وضعیت، د روانو پروژو او د دې ادارې د راتلونکو پلانونو په اړه وینا وکړي.
همدارنګه، د ایکو د غړو هېوادونو له استازو سره د سیمهییز اتصال د پراختیا، سوداګرۍ، ټرانزیټ او د اقتصادي همکاریو د پراخولو په اړه خبرې اترې د دې غونډې له نورو مهمو موضوعاتو څخه بلل شوې دي.
د ټولګټو وزارت هیله څرګنده کړې چې په دې غونډه کې د افغانستان ګډون به د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د همکاریو پراختیا، د پانګونې د فرصتونو برابرولو او د سیمهییز اتصال پیاوړتیا ته زمینه برابره کړي.








