نړۍ

د روسیې ستراتیژیک بم غورځوونکی الوتکه په پرمختللو اتومات سیسټمونو سمبال شوې ده

د روسیې د Tu-95MSM بم غورځوونکې الوتکې د جوړوونکې کمپنۍ یوه ازمایښتي پیلوټ ویلي، چې دا الوتکه له پرمختګونو وروسته کولای شي د مخکې ټاکل شوې الوتنې د مسیر ځینې پړاوونه په اتومات ډول او د پیلوټ له مستقیمې مداخلې پرته ترسره کړي.

دغه پرمختللې بم غورځوونکې الوتکه په نویو انجنونو، پرمختللو برېښنايي تجهیزاتو، د تګ راتګ په غوره سیسټمونو او د وسلو په پرمختللو وړتیاوو سمبال شوې ده؛ دغه بدلونونه د Tu-95MS اصلي ماډل وړتیاوې پراخوي.

د یاد پیلوټ په وینا، نوي تجهیزات د ځمکې، سمندر او هوا د چاپېریال د ښه څارنې زمینه برابروي او د عملې کاري بار کموي. د دغو پرمختګونو موخه د الوتکې د عملیاتي خدمتونو د مودې زیاتول او د روسیې د لرې واټن ستراتیژیک هوايي ځواک پیاوړی کول بلل شوي دي.

د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.

https://t.me/SafirTelevision1/37082

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button