سیمه
د پاکستان په پېښور کې د تحریک انصاف د پلویانو او د بلوا ضد پولیسو ترمنځ نښته
د خیبر پښتونخوا ایالت د والي د واکمنۍ پر ضد د اعتراضونو په لړ کې، د پاکستان د پېښور ښار یو شمېر اعتراض کوونکو سړکونه تړلي دي. راپورونه ښيي چې د هغه څه پر ضد د خلکو غوسه او اعتراضونه زیات شوي چې اعتراض کوونکي یې «پوځي واکمني» بولي.
اعتراض کوونکو ویلي، تر هغه به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي چې د والي واکمني او هغه څه چې دوی یې په خیبر پښتونخوا کې پوځي واکمني بولي، پای ته ورسېږي.
په همدې وخت کې، په پېښور کې د تحریک انصاف ګوند د پلویانو او د بلوا ضد پولیسو ترمنځ د نښتې راپورونه هم خپاره شوي دي؛ خو د ټپیانو او نیول شویو کسانو د شمېر په اړه خپلواک جزئیات نه دي خپاره شوي.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








