نړۍ
زلنسکي د FP-7 تاکتیکي بالستیک توغندي د لومړي ځل جنګي استعمال خبر ورکړ
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي اعلان کړی چې د دغه هېواد جوړ شوی FP-7 تاکتیکي بالستیک توغندی د لومړي ځل لپاره په جنګي عملیاتو کې کارول شوی دی.
زلنسکي د توغندي د توغولو د شېبې د ویډیو په خپرولو سره د دغه عملیاتو له پایلې خوښي څرګنده کړې او د دغه توغندي د تولید د بهیر د پیل خبر یې ورکړی دی.
اوکرایني چارواکو د دغه برید د ځای او هدف په اړه جزیات نه دي ورکړي او په جګړه کې د دغه توغندي بریالی استعمال هم تر اوسه په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.
د جوړوونکي شرکت له لوري د خپرو شویو معلوماتو له مخې، FP-7 د شاوخوا ۲۰۰ تر ۲۵۰ کیلومترو واټن کې پر هدفونو د برید لپاره جوړ شوی دی؛ خو د دغه توغندي اعلان شوي عملیاتي مشخصات لا هم په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








