افغانستان

په شپږو میاشتو کې له ۸۶ زرو څخه ډېرو کسانو ته د کاغذي تذکرې خدمتونه وړاندې شوي

د احصایې او معلوماتو ادارې اعلان کړی چې د ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په هېواد دننه او بهر ۸۶ زره او ۱۰۵ کسانو ته د کاغذي تذکرې خدمتونه وړاندې شوي دي.

د دې ادارې د خبرپاڼې پر بنسټ، له ۶۴ زرو څخه ډېرو کسانو په هېواد دننه او له ۲۱ زرو څخه ډېرو کسانو په بهر کې نوې تذکره، مثنی تذکره یا د تذکرې د اصلاح خدمتونه ترلاسه کړي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button