سیمه
د پاکستان د پوځ د قوماندان لیدنه له سعودي عربستان د دفاع له وزیر سره
د پاکستان د پوځ قوماندان عاصم منیر، د سعودي عربستان د دفاع له وزیر خالد بن سلمان سره وکتل او د دفاعي همکاریو او امنیتي تحولاتو په اړه یې خبرې وکړې.
خالد بن سلمان ویلي، دواړو لورو د مکې د ګډې دفاعي هوکړهلیک د غړو هېوادونو د پوځونو د لوی درستیزانو د غونډې د پایلو، او همدارنګه د یمن د وسلهوالو ځواکونو لهخوا د سعودي عربستان پر پوځي تاسیساتو د ترسره شویو بریدونو په اړه خبرې وکړې.
د سعودي عربستان د دفاع وزیر زیاته کړې، دواړو لورو د مکې د ګډې دفاعي هوکړهلیک په چوکاټ کې د دغو بریدونو پر وړاندې د ګډې همکارۍ پر دوام ټینګار کړی دی.








