امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې تېره ماښام د کندهار د سپینبولدک ولسوالۍ د کارګو غر سیمې په مربوطاتو کې افغان ځواکونو، د افغان ځواکونو پر پوستو د پاکستاني ځواکونو د هاواني بریدونو په غبرګون کې، د پاکستان یوه پوځي پوسته په نښه کړې او ویجاړه کړې ده.
د سرچینو په وینا، په دې نښته کې پاکستاني ځواکونو ته هم مرګژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې نه دی معلوم. ځايي سرچینو همداراز ویلي، چې د کاروانګو په سیمه کې د دواړو لورو د ځواکونو ترمنځ شاوخوا دوه ساعته نښته شوې ده.
د فرضي کرښې هغې غاړې یوې سرچینې هم تایید کړې، چې پاکستاني ځواکونو د ریګستان، شورابک او سپینبولدک ولسوالیو په مربوطاتو کې د دې کرښې په اوږدو کې خپلې یو شمېر پوستې پرېښې دي.
سرچینې وایي، چې اوس مهال په سیمه کې وضعیت عادي دی، خو افغان ځواکونه په تیارسۍ کې دي.
#کندهار #سپین_بولدک #ډیورند_کرښه #نښته #افغانستان #پاکستان








