د بدنجوړونې او فټنس ملي فدراسیون مسوولانو ویلي، چې د افغانستان ورزشکارانو په تایلنډ کې د دې برخې د اسیا د ۵۸م پړاو سیالیو کې دوه د سپینو زرو مډالونه ګټلي دي.
بیتالله ځدراڼ په منفي ۷۵ کیلوګرامه وزن او یاسرسمیر احسان په مثبت ۷۵ کیلوګرامه وزن کې د سپینو زرو مډالونه ترلاسه کړي دي.
د ځوانانو په برخه کې هم احمدسیر سلطاني په ۷۵ کیلوګرامه وزن کې د دغو سیالیو څلورم مقام خپل کړی دی.
دغه سیالۍ په تایلنډ کې د ۲۴ اسیايي هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې دي.








