نړۍ
ناټو له روسیې سره د احتمالي جګړې سناریوګانو لپاره عملیاتي پلان چمتو کړی
د ناټو د پوځي کمېټې مشر جوزیپ کاوو دراګونې ویلي، چې دې ائتلاف د «ختیځې جبهې» لپاره شاوخوا ۴۰۰۰ مخیز عملیاتي پلان چمتو کړی، چې بېلابېل سناریوګانې، له سیمهییزو کړکېچونو نیولې تر مستقیم برید او د ناټو د پنځمې مادې تر فعالېدو پورې، پکې شاملې دي.
دراګونې د ناټو د چمتووالي په اړه ویلي چې د احتمالي سناریوګانو د مخنیوي لپاره اړین جوړښت، ځواکونه، سیستمونه او تجهیزات چمتو دي.
نوموړي د چمتووالي د اهمیت د تشریح لپاره د مایک ټایسن مشهورې وینا ته اشاره کړې چې «تر هغه چې د چا پر مخ سوک ونه لګېږي، هر څوک پلان لري.»
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








