سیمه

آیت‌الله شبیري زنجاني د ایران په قم ښار کې مړ شو

د حضرت آیت‌الله العظمی سید موسی شبیري زنجاني دفتر اعلان کړی چې دغه شیعه مرجع تقلید د یکشنبې په ورځ (۲۹ سنبله ۱۴۰۵) د ایران په قم ښار کې مړ شوی دی.

شبیري زنجاني د جمعې له ورځې راهیسې د روغتیايي ستونزو له امله په روغتون کې بستر و؛ نوموړی د ۱۳۰۶ لمریز کال د سلواغې په ۱۱مه زېږېدلی و.

په ۱۳۷۳ کال کې د محمدعلي اراکي له مړینې وروسته، د قم د علمیه حوزې مدرسینو ټولنې شبیري زنجاني د هغو اوو مراجع تقلیدو په ډله کې معرفي کړی و چې د دې ټولنې له خوا یې د مرجعیت تأیید شوی و.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button