افغانستان

په ټول افغانستان کې د پولیو واکسین ملي کمپاین پیل شو

د پولیو واکسین ملي کمپاین نن، دوشنبه، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي په ۳۰مه، په ټول افغانستان کې پیل شو او څلور ورځې به دوام وکړي؛ په دې کمپاین کې به د پنځو کلونو څخه کم عمر شاوخوا ۱۲ میلیونه او ۷۷۰ زره ماشومان واکسین شي.

مسوولان وایي، د دغه کمپاین موخه د پولیو پر وړاندې د ماشومانو د ساتنې پیاوړتیا او د دې ناروغۍ د ویروس د خپرېدو مخنیوی دی؛ خو په جنوبي زون کې به د واکسین د تطبیق د بهیر د ښه والي لپاره کمپاین له سبا، سه‌شنبې، پیل شي.

د مسوولانو په وینا، سږ کال تر اوسه د پولیو یو ملي او دوه فرعي کمپاینونه ترسره شوي او اوسنی کمپاین د روان کال څلورم کمپاین دی؛ د پولیو له ویروس سره اړوند د چاپېریال ځینې نمونې هم مثبتې پېژندل شوې دي، خو تر اوسه د عامې روغتیا وزارت له خوا په انسانانو کې د پولیو هېڅ پېښه نه ده تایید شوې.

د مشکوکو پېښو څېړنه روانه ده او مسوولان وایي، د څېړنو له بشپړېدو او د اړینو شواهدو له ترلاسه کېدو وروسته به په انسانانو کې د پېژندل شویو پېښو اړوند معلومات له خلکو سره شریک شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button