نړۍ

سي‌ان‌ان: د امریکا د پوځ د مصنوعي ځیرکتیا تېروتنې نږدې وه له چین سره د جګړې لامل شي

د سي‌ان‌ان خبري شبکې د راپور له مخې، د امریکا پر ایران د جګړې پر مهال، د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته جوړ شوي یوه ناسم استخباراتي راپور د امریکا پوځ تر دې کچې ورسوه چې نږدې و په منځني ختیځ کې د چین پر یوې بېړۍ عملیات ترسره کړي.

د راپور له مخې، هغه سند چې د روان کال په پسرلي کې د امریکا د پوځ د بېلابېلو برخو ترمنځ وېشل شوی و، ادعا یې کړې وه چې یوه چینايي بېړۍ د اټومي وسلو له پروګرام سره اړوندې پرزې لېږدوي. څلورو باخبره سرچینو ویلي چې د امریکا پوځ د دغې بېړۍ د درولو لپاره چمتووالی نیولی و، سرتېري د بېړۍ د پلټنې او ننوتلو لپاره او پوځي الوتکې هم د عملیاتو لپاره په چمتو حالت کې ساتل شوې وې.

خو د عملیاتو له ترسره کېدو لږ مخکې، امریکايي چارواکو د لا زیاتو څېړنو وروسته وموندله چې د ځانګړو عملیاتو د قوماندانۍ یوه شنونکي دغه راپور د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته جوړ کړی و او یوه چټ‌بوټ د بېړۍ بار په ناسم ډول پېژندلی و.

یوې سرچینې دا راپور «په بشپړه توګه ناسم» بللی او ویلي یې دي چې دغه پېښه «نږدې وه چې د جګړې د پیل سبب شي».

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button