د «آکسیوس» وېبپاڼې د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پلان لري چې د راتلونکې سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې غونډې په څنډه کې د خلیج د همکارۍ شورا د شپږو غړو هېوادونو له مشرانو یا د بهرنیو چارو له وزیرانو سره لیدنه وکړي.
د دغو سرچینو په وینا، په دې غونډه کې به له ایران سره د جګړې د راتلونکي پړاو او له جګړې وروسته د ستراتیژۍ لپاره د امریکا د وړاندیزونو په اړه خبرې وشي.
سعودي عربستان، متحده عربي امارات، قطر، بحرین، کویټ او عمان د خلیج د همکارۍ شورا غړي دي.
آکسیوس همداراز راپور ورکړی چې ټرمپ او د امریکا د حکومت لوړپوړي چارواکي د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د دورې لپاره د یوه پلان پر جوړولو بوخت دي؛ په همدې حال کې د اسرائیلي رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو هم هڅه کوي چې په نیویارک کې له ټرمپ سره وویني، خو تر اوسه د دواړو ترمنځ کومه لیدنه نه ده پلان شوې.








