د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بغايي د سیریک غرونو کې د استوګنې په کور د امریکا د برید په غبرګون کې وویل چې برید د واده په مراسمو کې شوی او له ۵۰ څخه زیاتې ښځې، نارینه او ماشومان پکې شهیدان او ټپیان شوي دي.
بغايي دا پیښه په میناب، لامرد، قشم او د ایران په نورو برخو کې د امریکا د بریدونو د لړۍ یوه برخه ګڼلې او ویلي یې دي چې د بمبارۍ عادي کول او په دې اړه چوپ پاتې کیدل باید مشروعیت ونه ګڼل شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ چې ایران به د دې بریدونو “په کلکه ځواب” ورکړي.
#ایران #امریکا #اسماعیل_بغايي #سیریک #غر #جګړه #جرم #د واده_پارټي #سفیر_ټی وی








