افغانستاننړۍ

په قرغزستان کې د احمدالله وثیق شتون؛ نږدې ۲۵ افغان لوبغاړي په قومي سیالیو کې

د افغانستان د فزیکي زده کړې او سپورت عمومي ریاست مشر احمدالله وثیق، په قرغزستان کې د قومي سیالیو په څنډه کې د دې هیواد د سپورت څانګې له مشر اورمت سیدروویچ اسانبایف سره ولیدل او د قرغزستان څخه یې د هغه د کوربه توب له امله مننه وکړه.

په دې غونډه کې، دواړو خواوو د افغان لوبغاړو د شتون او د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د سپورتي اړیکو او همکارۍ د پیاوړتیا په اړه بحث وکړ.

د “کوچیانو لوبې” په نوم سیالۍ، چې د قرغزستان لخوا کوربه توب کیږي، به د سپتمبر تر ۶ پورې دوام وکړي؛ افغانستان هم په دې سیالیو کې د نږدې ۲۵ لوبغاړو سره په دریو لوبو کې برخه اخلي: ویسلوبه، کیورش او زرخانه.

#افغانستان #قرغزستان #سپورټونه #ویسلوبه #کیورش #زورخانه #قومي_سیالۍ #سفیر_ټی وی

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button