افغانستان
په لوګر کې د یوې کورنۍ درې غړي په ترافیکي پیښه کې مړه شوي
د لوګر ولایت د پولیسو قومانداني وايي چې د ولایت د مرکز پل علم ښار په ګمبازۍ سیمه کې د ترافیکي پیښې له امله د یوې کورنۍ درې غړي مړه شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د لوګر د پولیسو قومانداني ویاند مولوي احمدالله انس رسنیو ته وویل چې دا پیښه پرون ماښام هغه وخت رامنځته شوه کله چې یو پیک اپ موټر له سړک څخه ووت او چپه شو.
د هغه په وینا، په پیښه کې د یوې کورنۍ درې غړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ووژل شول او درې نور ټپیان شول. ټپیان د ترافیک مدیریت چارواکو لخوا نږدې روغتیایی مرکز ته لیږدول شوي دي.
د لوګر د پولیسو قومانداني ویاند د پیښې لامل تیز رفتار وباله او له موټر چلوونکو یې وغوښتل چې د ترافیکي قوانینو مراعات وکړي او د ځان او نورو ساتنې ته پاملرنه وکړي.
#لوګر #پل علم #ټرافیکي_پیښه #افغانستان #سفیر_ټی وی








