افغانستانسیمه

۸۷۵ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو څخه خوشې او هیواد ته راستانه شوي

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې په روانه اونۍ کې ۸۷۵ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو څخه خوشې کیدو وروسته هیواد ته راستانه شوي دي.

د وزارت په وینا، ۸۱۰ کسان د تورخم له لارې او ۶۵ نور د سپین بولدک له لارې افغانستان ته داخل شوي دي؛ چې په دوی کې کورنۍ، ماشومان او مجرد کسان شامل دي.

دا خلک د بشري مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته لیږدول شوي دي.

#افغانستان #کډوال #پاکستان #تورخم #سپین_بولدک #د_کډوالو_بیرته_راتلل #سفیر_ټی وی

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button