افغانستاننړۍ

د ناروې د کډوالو شورا: افغانستان د بشري، اقتصادي او اقلیمي بحران سره مخ دی

د ناروې د کډوالو شورا (NRC) په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان د بشري، اقتصادي او اقلیمي بحران سره مخ دی او د ناټو غړو هیوادونو د افغانانو د ملاتړ لپاره خپلې ژمنې هېرې کړې دي.

د شورا مشر جان ایګلند وویل چې د بشري مرستو کمښت مرستندویه ادارې اړمنو کورنیو ته د خوړو، اوبو، سرپناه او روغتیایی خدماتو چمتو کول کم کړي دي.

د شورا د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې له شپږو ملیونو څخه ډیر افغانان له ګاونډیو هیوادونو څخه هیواد ته راستانه شوي دي، او شاوخوا ۷۳ سلنه راستنیدونکي بې کاره دي.

NRC زیاته کړه چې سږکال د افغانستان د بشري غبرګون لپاره د اړتیا وړ بودیجې یوازې ۲۶ سلنه چمتو شوې او په هیواد کې یې د بشري مرستو او پراختیایي پانګونو د زیاتوالي غوښتنه کړې ده.

#Afghanistan #NorwegianRefugeeCouncil #NRC #HumanitarianAid #Migrants #Economy #Climate #AmbassadorTV

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button