افغانستانسیمه

افغان دفاعي ځواکونو په ختیځ زون کې له پاکستان څخه قاچاق شوي ۷۴ ټنه وسلې ونیولې

د ملي دفاع وزارت وايي چې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د استخباراتو او کشف پرسونل د کشفي راپورونو پر بنسټ او د ختیځ زون په مختلفو سیمو کې د عملیاتو په جریان کې ۷۴ ټنه سپکې او درنې وسلې نیولې دي.

د دفاع وزارت په وینا، دا وسلې له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق شوې وې او پکې پیکا، کلاشینکوف، ایم ۱۶، ټوپکونه، هاوانونه، ایګیس، سنائپر ټوپکونه، زرګونه مرمۍ او نور پوځي تجهیزات شامل دي.

د دفاع وزارت ادعا کړې چې دا وسلې افغانستان ته د ویجاړونکو فعالیتونو د ترسره کولو په هدف لیږدول کیدې او ټینګار یې کړی چې د افغانستان دفاعي ځواکونه به اجازه ورنکړي چې دا وسلې د هیواد امنیت او ثبات ته ګواښ پیښوي.

#د_دفاع_وزارت #افغانستان #وسلې #پاکستان #د_وسلو_قاچاق #امنیت #ختیځ_زون #سفیر_ټلویزیون

د خبرونو اړوند ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ

https://t.me/SafirTelevision1/34763

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button