سیمه

سعودي عربستان د یمن په مارب او الجوف ولایتونو هوايي بریدونه کړي دي

د راپورونو له مخې، سعودي جنګي الوتکو د یمن په شمال ختیځ کې د مارب او الجوف ولایتونو سیمې په نښه کړې دي.

الحدث شبکې راپور ورکړی چې بریدونو د مارب او الجوف د دوو ولایتونو ځینې برخې په نښه کړې دي، خو د زیان او احتمالي تلفاتو جزئیات لا نه دي خپاره شوي.

بریدونه په داسې حال کې شوي چې یمني رسنیو هم تیره شپه په الحدیده ولایت کې د سعودي هوايي بریدونو راپور ورکړی و.

رویټرز د عیني شاهدانو په حواله هم راپور ورکړی چې څو هوایي بریدونه د یمن په لویدیځ کې د الحدیده بندر په نښه کړی دی.

#یمن #سعودي_عربستان #مارب #الجوف #الحدیده #هوایي بریدونه #سفیر_ټی وی

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button