افغانستاننړۍ

د بخښنې نړیوال سازمان د کابل د امید مرکز باندې د پاکستان د هوایي برید د احتمالي جنګي جرم په توګه د پلټنې غوښتنه کوي

په یوه نوي راپور کې، د بخښنې نړیوال سازمان غوښتنه کړې چې د مارچ په ۱۶مه د کابل په امید د مخدره توکو د درملنې مرکز باندې د پاکستاني پوځ لخوا شوی هوایی برید د احتمالي جنګي جرم په توګه وڅېړل شي.

سازمان اعلان وکړ چې د عکسونو، ویډیوګانو، سپوږمکۍ انځورونو او د شاهدانو سره د مرکې وروسته، دوی د مرکز د پوځي کارونې یا په ساحه کې د وسلو او مهماتو شتون هیڅ شواهد ونه موندل، او ټینګار یې وکړ چې د مرکز د خالي کولو لپاره هیڅ مخکینۍ خبرداری نه و ورکړل شوی.

د بخښنې نړیوال سازمان زیاته کړه چې شته شواهد ښیې چې امید مرکز یو قانوني نظامي هدف نه و او له پاکستان څخه یې وغوښتل چې د برید په اړه شفاف، خپلواک او بې طرفه تحقیقات وکړي او احتمالي عاملین یې مسؤل وګڼي.

#افغانستان #کابل #بخښنې نړیوال #پاکستان #بشري حقونه

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button