د هرات باغوانان د معیاري سړو خونو او بازار پراخولو غوښتنه کوي
په هرات ولایت کې یو شمیر باغوانانو، چې سږ کال د خپلو باغونو د حاصلاتو د زیاتوالي څخه خوښي څرګنده کړه، د معیاري سړو خونو نشتوالی، د څاڅکو اوبو لګولو سیسټم سره د بلدتیا نشتوالی، او بازارونو ته محدود لاسرسی د دوی ترټولو مهمې ننګونې وبللې.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په وینا، هرات په افغانستان کې د کرنې او باغدارۍ یو له مهمو مرکزونو څخه دی، چې شاوخوا ۴۰۰،۰۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه او له ۲۸،۰۰۰ هکتاره څخه ډیر باغونه لري.
په هرات کې د غنمو، زعفرانو، انګورو، انارو، بادامو، زردالو، شفتالو او پستې په ګډون مختلف ډوله کرنیزې او باغدارۍ محصولات تولیدیږي، او زرګونه کورنۍ له دې لارې خپل ژوند تیروي.
باغوانانو په مسؤلو ادارو غږ کړی چې د معیاري سړو خونو په ایجادولو، د اوبو لګولو نوي سیسټمونو رامینځته کولو، او کورنیو او بهرنیو بازارونو ته د لاسرسي چمتو کولو له لارې د باغدارۍ د ودې او پراختیا ملاتړ وکړي.
#هرات #کرنه #باغداري #کرنیز_محصولات #افغانستان








