اروپایي ټولنې په افغانستان کې د نړیوال خوراکي پروګرام سره خپل ملاتړ اعلان کړ ترڅو د اوبو سرچینو ته لاسرسی ښه کړي او دوامداره خوړو سیسټمونه رامینځته کړي.
په کابل کې د اروپايي ټولنې پلاوي وویل چې د بدخشان ولایت د ارغنجخواه ولسوالۍ کې د حمید آباد د اوبو لګولو کانال له ۷ کیلومترو څخه ډیر اوږد دی چې شاوخوا ۱۸۰۰۰ خلکو ته دوامداره او خوندي کرنه چمتو کړې ده.
د راپور له مخې، د کرنې سکتور د پیاوړتیا سربیره، د دې پروژې پلي کول د ښځو لپاره نوي اقتصادي او د ژوندانه فرصتونه هم رامینځته کړي دي.
اروپايي ټولنې زیاته کړه چې دا پروژه د اقلیم د بدلون په وړاندې د انعطاف زیاتول او د اوبو سرچینو ښه مدیریت کول دي او د سیمه ایزو ټولنو د خوړو امنیت او اقتصادي پرمختګ په ښه کولو کې مهم رول لوبوي.
#افغانستان #اروپایي ټولنه #د خوړو نړیوال پروګرام #بدخشان #اوبه #کرنه #د خوړو امنیت








