افغانستان
په زابل ولایت کې د ترانسپورت نوی ترمینل فعال شو
ځایي چارواکو اعلان وکړ چې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت له بودیجې څخه د ۳۲ ملیون افغانیو په لګښت په زابل ولایت کې د ترانسپورت د ترمینل د جوړولو کار بشپړ شوی او په رسمي ډول په کار پیل شوی دی.
د زابل د ترانسپورت ریاست د چارواکو په وینا، په دې پروژه کې یوه درې پوړیزه دفتري ودانۍ هم جوړه شوې ده، چې د مسافرو د انتظار ځای، د احاطې دیوال او نور اړین اسانتیاوې او لوازم پکې شامل دي.
چارواکي وايي چې د دې ترمینل د فعالیت له پیل سره به د ښاریانو لپاره د ترانسپورت خدمات ښه شي او مسافرو ته به منظم خدمات وړاندې شي.
دوی همدارنګه ټینګار وکړ چې د دې ترمینل عملیات به په ښار کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې په کمولو او د ښاري ترانسپورت مدیریت ښه کولو کې مهم رول ولوبوي.
#زابل #ټرانسپورټټرمینل #د ترانسپورت وزارت #ټرانسپورټ #افغانستان #پراختیا پروژه







