بې پولې ډاکټران: په جګړه ییزو سیمو کې پر روغتونونو او روغتیايي مرکزونو بریدونه مخ په زیاتېدو دي
د بې پولې ډاکټرانو نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د جګړې په سیمو کې پر روغتونونو او روغتیايي مرکزونو بریدونه دوام لري، سره له دې چې د مخنیوي لپاره یې نړیوال هڅې روانې دي.
د دې سازمان عمومي منشي لارا لیزر د شانګری لا ډیالوګ امنیتي غونډې کې د کندز په بې پولې ډاکټرانو روغتون باندې د ۲۰۱۵ کال هوايي برید ته په اشارې سره وویل چې د تمې خلاف، د دې پیښې راهیسې په روغتیايي مرکزونو باندې د بریدونو شمیر کم شوی نه دی.
د هغې په وینا، یوازې تیر کال په ټوله نړۍ کې د جګړې په سیمو کې پر روغتیايي مرکزونو له ۱۳۰۰ څخه ډیر بریدونه ثبت شوي، چې شاوخوا ۸۰ سلنه یې د دولتي لوبغاړو لخوا ترسره شوي دي.
لیزر ټینګار وکړ چې د دې بریدونو زیاتوالي د روغتیایی کارمندانو او بشري مرستو کارمندانو ترمنځ پراخه ویره او اندیښنه رامینځته کړې، چې ملکي وګړو ته د ژوند ژغورنې خدماتو چمتو کول یې ستونزمن کړي دي.
هغه زیاته کړه چې په جګړه ځپلو سیمو کې ډیری ډاکټران او روغتیایی کارکونکي د اسانتیاوو او امنیتي ګواښونو نشتوالي سره سره کار ته دوام ورکوي، مګر ځینې یې د خطرونو له امله کار ته له تګ څخه ویره لري.
د MSF عمومي منشي په حکومتونو او نظامي مشرانو غږ وکړ چې د نړیوال بشردوستانه قانون اطاعت وکړي او هغه کسان محاکمه کړي او حساب ورکړي چې په روغتیایی تاسیساتو باندې د بریدونو مسؤل دي.








