د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او د افغانستان د حج ماموریت عمومي رییس شیخ نور محمد ثاقب د مکې په ښار کې د ۱۴۴۷ هجري کال د حج د پای په نړیواله غونډه کې چې “د نقاب پای” تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه، ګډون وکړ.
دا غونډه د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت په رسمي بلنه جوړه شوه او د نړۍ د مختلفو هیوادونو د حج وزیرانو او لوړ پوړو چارواکو پکې ګډون وکړ.
په دې غونډه کې، ډاکټر توفیق بن فوزان الربیع د مختلفو هیوادونو د حج ماموریتونو د هڅو او مدیریت ستاینه وکړه او د حج د مراسمو په منظم، خوندي او بریالي ډول ترسره کولو کې یې د دوی رول مهم وباله.
هغه د حاجیانو ته د خدماتو وړاندې کولو او د حج د مراسمو د مختلفو مرحلو په اداره کولو کې د افغانستان د حج ماموریت د اغیزمنې همکارۍ او همغږۍ ستاینه هم وکړه.
د سعودي عربستان د حج او عمرې وزیر په دې مراسمو کې د ۱۴۴۸ هجري کال د حج لپاره د چمتووالي اعلان هم وکړ او د راتلونکو حج پروګرامونو لپاره لومړني ترتیبات او مهالویش یې د مختلفو هیوادونو د ماموریتونو چارواکو ته وسپارل.
د دې غونډې په څنډه کې، شیخ نور محمد ثاقب د حج له وزیرانو او د څو هیوادونو د ماموریتونو له چارواکو سره وکتل او د همکارۍ، تجربو تبادلې او د حج چارو پورې اړوند مسلو په اړه یې بحث وکړ.







