د ملي دفاع وزارت اعلان کړی چې د افغانستان د اسلامي امارت د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د روسیې فدراسیون لخوا په کوربه توب په نړیوال امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره مسکو ته رسیدلی دی.
د وزارت په وینا، د سیمې او نړۍ د یو شمیر هیوادونو امنیتي او دفاعي چارواکي په دې کنفرانس کې ګډون کوي.
د دفاع وزارت په وینا، په دې غونډه کې به د سیمه ییز امنیت، ګډو امنیتي ننګونو او د متقابلو همکاریو د پراختیا په لارو چارو بحث او نظرونه تبادله شي.
د دفاع وزارت زیاته کړه چې د مهمو امنیتي مسلو څېړنه او د همکارۍ پیاوړتیا د کنفرانس له اصلي تمرکزونو څخه دي.








