افغانستانسیمه

د ازبکستان لوړ پوړی پلاوی کابل ته رسیدلی

د قره‌قل‌پاقستان جمهوریت د دولتي او خصوصي سکتور یو لوړ پوړی پلاوی، چې مشري یې د قره‌قل‌پاقستان د عالي شورا رییس امان‌بای اورین‌بایف کوي، نن ماسپښین کابل ته رسیدلی.

ټاکل شوې ده چې پلاوی د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي سره خبرې وکړي.

د پلاوي غړي به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په غونډه او سوداګریزو غونډو کې هم برخه واخلي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، ازبک پلاوی به بلخ ولایت ته خپل سفر ته دوام ورکړي، په سوداګریزو غونډو کې به برخه واخلي او د ازبکستان د کورنیو محصولاتو نندارتون به پرانیزي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button