د سعودي رسنیو راپور ورکړی چې د حج امنیتي ځواکونو پنځه افغانان په غیرقانوني ډول مکې ښار ته د ننوتلو هڅه کولو په تور نیولي دي.
د راپورونو له مخې، دا کسان هڅه کوله چې د حج له اجازې پرته د صحرا له لارې مکې ته ننوځي.
د سعودي عربستان د عمومي امنیت ریاست له حاجیانو څخه غوښتي چې د حج مقرراتو او لارښوونو ته غاړه کیږدي.








