د قزاقستان د ترانسپورت وزارت اعلان کړی چې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې افغانستان ته د هیواد د غلو صادرات څلور چنده زیات شوي دي.
د قزاقستان د رسنیو د راپورونو له مخې، په دې موده کې افغانستان ته د غلو صادرات ۳۰۲۰۰۰ ټنو ته رسیدلي، چې د تیر کال د ورته مودې په پرتله ۴.۲ ځله ډیر دي.
په ورته وخت کې، د قزاقستان د غلو ټول صادرات هم ۱۸ سلنه زیات شوي او ۳.۲ ملیون ټنو ته رسیدلي دي.
د هیواد چارواکو دا هم اعلان کړی چې دوی پلان لري چې تر ۲۰۲۸ پورې د غلو دانو د پروسس څو نوي شرکتونه جوړ کړي چې ټولټال ظرفیت یې په کال کې ۵.۸ ملیون ټنو ته رسیږي.
د صادراتو دا زیاتوالی کولی شي د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا او د افغانستان د خوراکي اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول ولوبوي.








