افغانستان
په مزارشریف کې د ۹۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۴۲ انکشافي پروژو پیل
د بلخ ولایت د مقام ویاند عطاءالله حاجي زید په اېکس کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د بلخ د والي په لارښوونه، د مزارشریف ښاروالۍ سږ کال د ۹۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴۲ انکشافي پروژو چارې پیل کړې دي.
د نوموړي په وینا، په دغو پروژو کې د سړکونو قیر او کانکریټ اچول، د سوداګریزو بازارونو جوړول او د عامه خدمتونو د نورو برخو چارې شاملې دي او د دغو پروژو کارونه په چټکۍ سره روان دي.








