سیمه

په نابلس کې د اسراییلي پوځ په برید کې یو کس شهید او ۴۵ نور ټپیان شول

خبري سرچینو د لویدیځې غاړې په شمالي نابلس ښار کې د اسراییلي پوځ د برید خبر ورکړ او اعلان یې وکړ چې په دې پیښه کې د “نایف سمارو” په نوم یو ۲۶ کلن فلسطینی شهید شوی دی.

راپورونه ښيي چې د دې برید په ورته وخت کې، د ښار په بیلابیلو برخو کې د فلسطیني ځوانانو او اسراییلي سرتیرو ترمنځ نښتې وشوې.

د فلسطین سرې میاشتې ټولنې اعلان وکړ چې د دې نښتو په پایله کې ۴۵ نور ټپیان شوي دي.

دا پیښه په داسې حال کې رامنځته شوه چې په لویدیځه غاړه کې لاهم تاوتریخوالی او نښتې روانې دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button