د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اسراییلو، قطر، کویت او متحده عربي اماراتو ته د ۸.۶ ملیارد ډالرو څخه زیاتو ارزښت لرونکو پوځي وسلو پلور تصویب کړ.
د وسلو په بسته کې پرمختللي دفاعي تجهیزات، د ملاتړ سیسټمونه او پوځي مهمات شامل دي، چې موخه یې په سیمه کې د دې هېوادونو د دفاع او مخنیوي وړتیاوې پیاوړې کول دي.
شنونکي په دې باور دي چې دا اقدام د واشنګټن د امنیتي پالیسیو په چوکاټ کې د منځني ختیځ د ځواک توازن ساتلو او د خپلو متحدینو د پیاوړتیا لپاره اخیستل شوی، په ځانګړې توګه د ایران سره د زیاتیدونکي تاوتریخوالي په شرایطو کې.
دا پریکړه په داسې وخت کې هم راځي چې متحده ایالات هڅه کوي د خلیج هیوادونو او اسراییلي رژیم سره خپله پوځي او ستراتیژیکه همکاري پراخه کړي او د سیمې په امنیتي معادلو کې خپل رول ډیر مهم کړي.








