د اروپایي کمیسیون د ویاند ویلي، چې د اروپایي اتحادیې او د اسلامي امارت افغانسان ترمنځ تخنیکي تماسونه د افغان پناه غوښتنکو د بیرته ستنولو لپاره لا هم دوام لري.
مارک لامرت په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې د اسلامي امارت هیأت د احتمالي بلنې څرنګوالي او د منلو په اړه هیڅ تأیید نه کوي چې د دې کال د اوړی په جریان کې بروکسل ته د خبرو لپاره راشي.
هغه همداراز ټینګار وکړ چې دا تخنیکي تماسونه د اروپایي اتحادیې او د اسلامي امارت افغانستان ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو د بیا پيلیدو معنی نه لري.








