افغانستان
په کابل کې د مخدره توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور ۵۴ کسان نیول شوي
د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د جلا جلا اقداماتو په پایله کې د کابل ښار څخه ۵۴ کسان نیولي او له لومړنیو څېړنو وروسته یې عدلي او قضايي ادارو ته سپارلي دي.
نږدې دوه زره مخدره توکي، یو څه چرس، شیشه او الکولي مشروبات هم کشف او ضبط شوي دي.








