د افغانستان د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت اعلان وکړ چې د “رد الظلم” د انتقامي عملیاتو په دوام کې، هوايي ځواک د جمعې په ورځ (۲۲ کب ۱۴۰۴) شاوخوا ۵:۰۰ بجې د اسلام آباد په فیض آباد سیمه کې د “حمزه” په نوم د پاکستاني رژیم یو مهم پوځي مرکز په نښه کړ.
د دفاع وزارت د راپور له مخې، د اسلامي امارت د بې پیلوټه الوتکو لخوا د دې مرکز مرکزي دفتر او نور حیاتي تاسیسات په ډیر دقت سره په نښه شول.
د دې عملیاتو په پایله کې، د دښمن ځواکونو ته درانه تلفات او د پام وړ مالي زیانونه واوښتل.
د لاندې لینک څخه د خبرونو پورې اړوند ویډیو وګورئ
https://t.me/SafirTelevi








