نړۍ
په اوسلو کې د امریکا په سفارت کې چاودنه؛ مرګ ژوبله نه ده شوې
رویټرز راپور ورکړی چې د ناروې په پلازمینه اوسلو کې د امریکا سفارت د چاودنې هدف و، خو دې پیښې هیڅ ډول تلفات نه دي اړولي.
سیمه ییزو پولیسو دا پیښه تایید کړې او اعلان یې کړی چې چاودنه د امریکا د سفارت د قونسلګرۍ خدماتو برخې په دروازه کې شوې ده.
په اوسلو کې د امریکا سفارت او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د دې خبر د خپریدو تر وخته پورې، هیڅ ډلې یا کس د چاودنې مسؤلیت نه دی منلی.
د لاندې لینک څخه د خبر پورې اړوند ویډیو وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/29716








