افغانستان
د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې پنځه وسله وال غله ونیول شول
د بلخ ولایت د پولیسو د قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر اعلان وکړ چې پرون (شنبه، د کب ۲مه، ۱۴۰۴)، امنیتي ځواکونو په چمتال ولسوالۍ کې پنځه وسله وال غله د یو کور د لوټلو په هڅه کې ونیول.
د نیول شویو کسانو څخه یو کلاشینکوف ټوپک او یوه تومانچه کشف او ضبط شوه. د لومړنیو تحقیقاتو له مخې، دوی په سیمه کې د لویو او کوچنیو غلاوو د ترسره کولو لپاره له دې وسلو څخه کار اخیست.
د نیول شویو کسانو دوسیې د څېړنو او قانوني اقداماتو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.








