د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع طلوع نیوز ته وویل چې د تېرې شپې نښته چې په تورخم کې د پاکستاني پوځیانو او اسلامي امارت ځواکونو ترمنځ وشوه، نن (دوشنبه، د کب ۱۳مه) د سهار تر ۱۱ بجو پورې دوام وکړ.
ښاغلی قانع تاییدوي چې شخړه د پاکستاني پوځ له خوا پیل شوې وه او د اسلامي امارت ځواکونه اړ شول چې ځواب ووایی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې په دې پېښه کې د اسلامي امارت یو سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي، په داسې حال کې چې پاکستاني ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او د هغوی ځینې پوستې ویجاړې شوې دي.







