افغانستانسیمه

ازبکستان د اسلامي امارت نوی ستازی ومانه

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سیدوف عبدالغفار ترهوي د اسلامي امارت د نوي سفیر په توګه ومنله.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د څلرنۍ په ورځ (د تله ۱۸مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان لپاره د اسلامي امارت نوی سفیر بختیار سیدوف رسماً ومنل شو او خپل ماموریت یې پیل کړ.

دغه وزارت زیاته کړې، چې عبدالغفار ترهوي له بختیار سیدوف سره په لیدنه کې د کابل او تاشکند ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چارواکو تایید کړې وه، چې دوی په بېلابېلو هېوادونو کې شاوخوا ۳۹ سفارتونه کنټرولوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button