افغانستانکلتور او تعلیمنړۍ

د اوو چينايي سيلانيانو ليدنه‌ د بلخ ولايت له تاريخي سيمو څخه

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت تاریخي او لرغونو سیمو ته د لیدونکو شمېر زیات شوی دی.
په همدې حال کې اووه تنه چينايي سيلانيان چې بلخ ته د تاريخي ابداتو د ليدو لپاره راغلي دي په دغه ولايت کې د امنيت له ټينګښت څخه خوښي څرګندوي.

د بلخ ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ګرځندوى رييس عبدالواحد احدي د دی ولایت د امنيت د تامين دخبر د تاييدولو په ترڅ کې وويل : سيلانيان کولاى شي په خوندي ډول ددغه ولايت له تاريخي سيمو څخه ليدنه وکړي.
ښاغلی احدي زیاتوي چې تېر کال ۸۳۳ تنه بهرنیو سیلانیانو د بلخ ولایت او د هغه له تاریخي ودانیو لیدنه کړې او سږ کال ۱۷ تنه ګرځندویان د تاریخي سیمو د لیدو لپاره دغه ولایت ته تللي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button