سیمه

صنعا: د سعودي عربستان د ملاتړ راجلبولو هڅې د یمن د بریا ژورتیا ښيي

د یمن د حکومت د اطلاعاتو وزارت مرستیال محمد منصور وایي، د لویدیځو رسنیو او د اسرائیلي رژیم د سیاسي او رسنیزو کړیو غبرګونونه د لویدیځې ساحلي سیمې د وروستیو تحولاتو په اړه، د دغو تحولاتو له امله د رامنځته شوي ستر شاک څرګندونه کوي.

هغه ټینګار وکړ چې رامنځته شوي وضعیت د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، اسرائیلي رژیم او امریکا د پروژې په نظامي، سیاسي او افکارو برخو کې ماتې وه او سعودي عربستان هم له ګڼو سیاسي فشارونو سره مخ شوی، چې له ډلې یې په یمن کې د ډونالډ ټرمپ له مستقیمې مداخلې ډډه کول دي.

منصور وویل، ریاض د ملاتړ ترلاسه کولو او د وضعیت د بدلولو لپاره پراخو هڅو ته مخه کړې ده؛ په داسې حال کې چې د هغه په وینا، صنعا د سعودي عربستان تحرکات شپه او ورځ څاري.

هغه ادعا وکړه چې اسرائیلي رژیم هم د احتمالي پایلو له امله له یمن سره په مستقیمه جګړه کې له داخلېدو ډډه کوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button