د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی، محمد صادق، وايي چې په پاکستان کې د روسیې له سفیر آلبرت پي. خوریف سره یې د سیمې د وروستیو پرمختګونو، د امنیتي وضعیت د بدلونونو او له پولې هاخوا د ترهګرۍ له امله د رامنځته شویو ننګونو په اړه خبرې کړې دي.
صادق زیاته کړې چې دواړو لورو د ګډې علاقې وړ موضوعاتو او د سیمې پر سولې او ثبات د پولې هاخوا د ترهګرۍ د اغېزو په اړه هم د نظرونو تبادله کړې ده.
#پاکستان #روسیه #افغانستان #ترهګري #سیمهییزه_امنیت #محمد_صادق #سفیر_تلویزیون








