د راپورونو له مخې، د مرکزي او جنوبي اسیا د اتصال په اړه د ترمز دوهم ډیالوګ به د جون له ۴مې څخه تر ۶مې پورې په ازبکستان کې ترسره شي، او په مهمو سیمه ییزو مسلو به بحث وشي، پشمول د اقتصادي اتصال، امنیت، د اقلیم بدلون او له افغانستان سره د همکارۍ پراخول.
ډیپلوماتیک انسایټ مجلې او ورلډ نیوز آنلاین خپرونې راپور ورکړی چې دا غونډه به د “سوله، اتصال او انعطاف؛ د ګډې سوکالۍ لپاره د بنسټ جوړول” تر شعار لاندې ترسره شي.
د افغانستان، مرکزي اسیا، جنوبي اسیا، اروپا او د نړۍ د نورو سیمو څخه د حکومتونو، نړیوالو سازمانونو او څیړنیزو ادارو استازي به په دې غونډه کې ګډون وکړي.
د رسمي غونډو سربیره، ګډونوال به د ایراتوم نړیوال سوداګریز مرکز، د ترمز کارګو لوژستیک مرکز، او په ازبکستان کې یو شمیر تاریخي او کلتوري ځایونو څخه هم لیدنه وکړي.
ټاکل شوې ده چې دا غونډه د باور پیاوړتیا، همکارۍ پراخولو او د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د دوامداره اتصال پراختیا په اړه د ګډې اعلامیې سره پای ته ورسیږي.
د یادونې وړ ده چې د دې غونډې لومړۍ دوره تیر کال ترسره شوه، چې پکې افغان چارواکو د “آسیا زړه” او سیمه ایز پل په توګه د افغانستان په رول ټینګار وکړ.
#افغانستان #ازبکستان #ترمیز #سیمه ایز_اتصال #آسیا #ډیپلوماسي








