اکسیوس: ټرمپ په تلیفوني اړیکه کې نتانیاهو ته “لعنتي لیونی” وویل
د اکسیوس ویب پاڼې، د دوو امریکایی چارواکو او یوې باخبرې سرچینې په حواله راپور ورکړی چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه وروستي تلیفوني اړیکه کې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ته په لبنان کې د اسراییلو د پوځي عملیاتو د زیاتولو په اړه سخته نیوکه وکړه.
د راپور له مخې، ټرمپ په دې سختو خبرو اترو کې نتانیاهو د “لعنتي لیونی” په توګه بیان کړ او هغه یې په ناشکري تورن کړ.
باخبره سرچینو دا هم وویل چې د متحده ایالاتو ولسمشر، په بیروت باندې د احتمالي برید خبرداری ورکړ، ټینګار یې وکړ چې دا ډول عمل کولی شي اسراییل په نړیواله کچه نور هم منزوي کړي.
اکسیوس زیاته کړه چې ټرمپ په دې تلیفوني اړیکه کې د نتانیاهو لپاره د خپل پخواني ملاتړ یادونه هم وکړه او ادعا یې وکړه چې په قانوني قضیو کې یې د هغه ملاتړ کړی دی.
#امریکا #ټرمپ #نتانیاهو #اسرائیل #لبنان #نړۍ








