یوې ایراني پوځي سرچینې، د روسیې خبري اژانس RIA نووستي سره په خبرو کې، په یوه روښانه او خبرداری ورکوونکي پیغام کې اعلان وکړ چې ایران داسې پرمختللې وسلې لري چې لا تر اوسه د جګړې په ډګر کې نه دي کارول شوي.
ایراني چارواکي دا هم وویل چې تهران د دفاعي تجهیزاتو او تاسیساتو له پلوه له کوم کمښت سره مخ نه دی او د هر ډول احتمالي برید سره د مقابلې لپاره اړین ظرفیت لري.
هغه دا هم ټینګار وکړ چې ایران دا ځل د زغم ښودلو اراده نه لري او د هیواد دفاع ته په بشپړ ډول چمتو دی.








