سیمه
په سویلي لبنان کې د اسراییلو هوايي بریدونه دوام لري
په تیرو څو ساعتونو کې د سویلي لبنان په مختلفو سیمو کې د اسراییلو د هوايي بریدونو او توپخانې بریدونو نوې لړۍ لیدل شوې ده.
راپورونه ښيي چې اسراییلي جنګي الوتکو د سویلي لبنان په “زبقین”، “حروف” او “براشیت” ښارونه په درنو بریدونو سره په نښه کړي دي.
اسراییلي توپخانې د نبطیه ولایت په “کفرا” ښارګوټي هم ډزې کړې دي.
په ورته وخت کې، اسراییلي پوځ د صور ولسوالۍ په “المشوق” سیمه کې د استوګنې ودانیو اوسیدونکو ته د وتلو خبرداری ورکړی دی، او دوی ته یې د نږدې بمبارۍ ګواښ کړی دی.
خبري سرچینو د نښتو او د حزب الله ځواکونو د سرحدي لیکو په وړاندې د اسراییلي پوځ بریدونو ته د ځواب ویلو راپور هم ورکړی دی.
د خبرونو پورې اړوند ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/32195








