د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې د وزارت د مالیې او ادارې مرستیال حسام الدین صابري د ازبکستان او چین له یو شمېر پانګوالو سره ولیدل.
د وزارت په وینا، بهرنیو پانګوالو د ملي امنیت او په افغانستان کې د پانګونې لپاره د مناسب چاپیریال د برابرولو ستاینه کړې او د فلزاتو او غیر فلزاتو کانونو په سکتور کې یې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده.
حسام الدین صابري د دې پانګوالو د لیوالتیا هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د کانونو او پټرولیم وزارت به د کانونو د قانون او طرزالعملونو سره سم د پانګونې پروسې د اسانتیا لپاره اړین همکاري چمتو کړي.








