سیمه

په غزه کې له میاشتو وروسته د ۱۰۵ شهیدانو مړي له خاورو او خځلو لاندې وموندل شول

په غزه کې د جګړې له پیل څخه د میاشتو له تېرېدو وروسته، د ژغورنې ډلو د ۱۰۵ شهیدانو مړي، چې د یو شمېر ښځو او ماشومانو مړي هم پکې شامل دي، د «التاج» استوګنیز برج له خاورو او خځلو لاندې راویستلي دي.

دغه استوګنیز برج د صهیونیستي رژیم د بریدونو په لومړیو ورځو کې بمبارد شوی و او د قربانیانو مړي د میاشتو لپاره د ودانۍ تر خاورو لاندې پاتې وو.

د غزې په ځینو سیمو کې د مړو د لټون او راایستلو عملیات لا هم دوام لري او د ژغورنې ډلې هڅه کوي هغه پاتې قربانیان ومومي چې لا هم د خاورو او خځلو لاندې دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button